اسرائیلي‌ ځواکونه پر غزې د مځکې او هوا له لارې بمباریو ته دوام ورکوي

اسرائیلي پوځ تیره شپه د غزې تړانګې په مختلفو سیمو بمبارۍ کړي‌ دي.

2052062
اسرائیلي‌ ځواکونه پر غزې د مځکې او هوا له لارې بمباریو ته دوام ورکوي

اسرائیلي پوځ تیره شپه د غزې تړانګې په مختلفو سیمو بمبارۍ کړي‌ دي.

په غزه کې د ځاي‌ تلفاتو شمیره ۲۷۷۸ تنو ته او د ټپیانو شمیره  ۱۰۰۰۰ تنو نه اوښتې ده.

د فلسطین د روغتیا د وزارت ویاند ویلي دي چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ویجاړو شوو کورونو تر خاورو لاندې د ۵۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ژوندي پاتې دي.

د ویلو ده چې په غزه کې د حماس  حقوقي مشر تیسیر ابراهیم او د مبلغ کورونه هم د اسراییلو جنګي الوتکو بمبار کړي دي.

ویل شوي چې په برید کې د حماس دوه چارواکي او د کورنۍ غړي هم وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې اسرائیلو د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې پر روغتیايي خدماتو ۴۱ بریدونه کړي دي. ۱۱ روغتیايي کارکوونکي په فعاله وظیفه کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې د طبي سرچینو د معلوماتو له مخې، د خان یونس په سیمه کې د هوایي بریدونو وروسته، ډیری ټپیان ناصر میډیکل کمپلکس ته لیږدول شوي.

د فلسطین خبري آژانس وفا خبر ورکړی، چې د اسرائیلو له خوا د غزې په تړانګه باندې د جنګي الوتکو، کښتیو او توپخانو بریدونه د شپې تر ناوخته دوام درلود. په همدې اساس د رفاح په سیمه کې د اسرائیلو د جنګی الوتکو په حملو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د ښار په لويديځ کې د رمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوه کور د بمبار کولو له امله ٨ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نابلس په ښار کې هم په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدانو هم ویلي دي چې په دیرالبله سیمه کې پر یوه کور د برید په پایله کې د ماشومانو په ګډون ۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د شپې پر مهال د اسرائيلو جنګي الوتکو د نصرت او شاطي کډوالو کمپونه هم بمبار کړل.

په دې توګه د اکتوبر له اوومې راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو او یهودي مېشت ځایونو د بریدونو په پایله کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۶۱ تنو ته لوړ شو.

په همدې حال کې د فلسطین د ازادۍ د سازمان د بندیانو د چارو د کمیټې له خوا د لیکل شوي بیان له مخې، اسرائیلي ځواکونو په هبرون کې په هغه ښوونځي چاپه اچولې ده  و چې په سلګونو تنه کارګران پکې اوسیدل.

اسرائیلي ځواکونو له غزې څخه ۳۵ کارګران نیولي دي.

په اعلاميه کې يادونه شوې، چې اسرائيل د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې د غزې سلګونه کارکوونکي چې په دغه هېواد کې کار کوي لويديځې غاړې ته شړلي، چې له دې سره هلته د توقيف شويو فلسطينيانو شمېر ٦٨٠ تنو ته لوړ شوى دى.

اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوي ختيځ بيت المقدس او لويديځه غاړه کي د فلسطيني پارلمان د پخواني رئيس عزيز دوئيک، د پخوانيو استازو او حماس د چارواکو په ګډون ۷۰ فلسطينيان نيولي دي.

په زرګونو فلسطینیانو چې د اسرائیلو له بریدونو څخه تښتیدلي د غزې تړانګې په خان یونس ښار کې د ناصر روغتون او د هغې په انګړ کې پناه اخیستې ده.



اړوند خبرونه