د سعودي عربستان یوې اف ۱۵ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د سعودي عربستان د پوځ یوې جنګې الوتکې سقوط وکړ
1902973
د سعودي عربستان یوې اف ۱۵ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو اړوند یوه F-15 جنګي الوتکه د یو ورځني روزنیز ماموریت پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله سقوط وکړ.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د دفاع وزارت د ویاند ترکي المالکي له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې د هوايي ځواک یوه F-15 جنګي الوتکه پرون ماښام په ساعتونو کې د هېواد په ختیځ کې د پاچا عبدالعزیز په هوايي اډه کې د روزنیز پروګرام پرمهال د تخنیکي ستونزې له امله سقوط شوه . د الوتکې پیلوټ او همکار پیلوټ د ایجیکشن سیټ څخه په استفادې سره ددې پیښې نه ژوندي ژغورل شوي دي. په پیښه کې چاته ځاني تلفات ندي اوښتي.
د سعودي عربستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د پېښې د علت د معلومولو لپاره یې یوه پلټونکې ډله ګمارلې ده.