د عراق په پلازمینه بغداد کې د مقتدا الصدر د پلویانو او حشد الشعبي ملیشو ترمنځه سخته نښته روان ده

په عراق کې ویل شوي چې د بغداد په زرغون سیمه کې د الصدر د غورځنګ د مشر مقتدا الصدر د پلویانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځه د نښتې په پایله کې څه باندې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.

1873662
د عراق په پلازمینه بغداد کې د مقتدا الصدر د پلویانو او حشد الشعبي ملیشو ترمنځه سخته نښته روان ده

په عراق کې ویل شوي چې د بغداد په زرغون سیمه کې د الصدر د غورځنګ د مشر مقتدا الصدر د پلویانو او  د امنیتي ځواکونو  ترمنځه د نښتې  په پایله کې څه باندې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ تنو  زیات ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو لومړی  د الصدر پلویانو باندې  چې په ګرین زون کې یې په دولتي ماڼۍ برید وکړ، د اوښکې بهونکي ګاز سره  ځواب ورکړ.

امنیتي ځواکونو د الصدر پلویان له دولتي ماڼۍ او تاسیساتو څخه  ویستي دي. د ماڼۍ دروازې یې وتړلې او ودانۍ یې تر محاصرې لاندې ونیوله.

له الصدر غورځنګ سره د تړلو خبري سرچينو د معلوماتو له مخې، د پوځيانو د ډزو په پايله کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپيان دي.

د الصدر پلویانو، چې د عراق په جنوب کې لارو او سړکانو ته راوتلي دي په لاریونو او مظاهرو يي  لاس پورې کړی دی.  همداشان حکومت په ټول هیواد کې د نامعلوم وخت لپاره ګرځبندیز اعلان کړ.

له بلې خوا مقتدا الصدر پریکړه وکړه چې تر هغو به د نه خوړلو اعتصاب وکړي چې وسله واله نښته پای ته نه وي رسیدلې. د مقتدا الصدر مرستیال حسن ازري په یوه بیان کې چې د خپل  ټولنیز  حساب له لارې خپور کړی ویلي دي.  "زمونږ مشر د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی تر څو چې تاوتریخوالی او وسله واله جګړه پای ته نه وي رسېدلې هغه به خپل اعتصاب پایته ونه رسوي." ازري له ښکېلو غاړو وغوښتل چې وسله واله جګړه پای ته ورسوي.

 الصدر پلویانو په ګرین زون کې له سیاست څخه  ددوې د مشرانو د وتو د پریکړې د وروسته په حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ برید وکړ. په ګرین زون کې د الصدر د ملیشو او حکومتي ځواکونو او د حشد الشعبي د ملیشو ترمنځ وسله واله نښته روانه ده. هاوانونه او نورې درنې وسلې هم په جګړو کې کارول کیږي. د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د هاوان مرمۍ په ګرین زون کې لګیدلي دي او نښته روانه ده.



اړوند خبرونه