سعودي عربستان په پاکستان کې د سترې پانګه اچونې پریکړه وکړه

سعودي عربستان د پاکستان نه د ملاتړ په خاطر پدې هیواد کې د سترې پانګه اچونې پریکړه وکړه.

1872602
سعودي عربستان په پاکستان کې د سترې پانګه اچونې پریکړه وکړه

سعودي عربستان د پاکستان نه د ملاتړ په خاطر پدې هیواد کې د سترې پانګه اچونې پریکړه وکړه.

سعودي عربستان به په پاکستان کې یو میلیارد ډالرو پانګونه وکړي.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په دغه هیواد کې د یو میلیارد ډالرو پانګونې امر کړی تر څو "د پاکستان د خلکو او اقتصاد نه ملاتړ وکړي.

 د العربیه نیوز د خبر له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د پاچا ملک سلمان لارښوونې شریکې کړې.

په دې ټيلیفوني خبرو  کې دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د دغو اړیکو د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو ، د ګډو ګټو او  سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې.



اړوند خبرونه