د سوریې ۱۷ غیرې دولتي سازمانونو د بشار اسد رژیم د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

په سوریه کې په بشري برخو کې فعالیت کوونکو ۱۷ غیرې دولتي سازمانونو او ټولنو د بشار اسد د رژیم د ترسره کړو عام وژنو له امله د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

1824782
د سوریې ۱۷ غیرې دولتي سازمانونو د بشار اسد  رژیم د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

په سوریه کې۱۷ غیر دولتي سازمانونو  چې د بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې کار کوي په ۲۰۱۳ کې دپلازمینې دمشق په  سویل  کې په تادامون ولسوالۍ کې لږترلږه ۴۱ ملکي وګړي وژلو له امله د بشاراسد د رژیم د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د سوریې د بشري حقونو شبکې  په ویب پاڼه کې خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ۱۷ سیمه ایز غیر دولتي موسسې چې د بشري حقونو او بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي ۹ کاله مخکې د پلازمینې دمشق  د تادامون په سیمه کې د ۴۱ تنو  وژنې د شواهدو د په ډاګه کیدو له امله  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  ته د یو لیک په استولو سره د بشار اسد د رژیم د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده .

په لیک کې ټینګار شوی چې ترسره شوې دا قتل عام  د یو زیات شمیر ډله ییزه وژنو "یواځي  یو دی چې  د اسد رژیم ځواکونو لخوا ترسره شوي".

"دا قتل عام چې یو جنګي جنایت دی باید سمدستي ځواب ورکړل شي. موږ غوښتنه کوو چې د دې قتل عام مسؤلین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته حساب ورکړي .

په لیک کې راغلي چې د روان کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ مه نيټه هغه ویدیويي فلم خپور شو چې پکې ښکاري  چې  د تادامون په ولسوالۍ کې د بشارالاسد د رژیم د عناصرو لخوا لږ تر لږه ۴۱ تنه ملکي وګړي په ډیره بې رحمانه توګه  په ډله ایزه توګه وژني. د نړۍوالې ټولنې لخوا پدې زړه بوږنوونکې ویدیو او تصویرونو سترګې پټول او پدې اړه د هیڅډول غبرګون نه ښودولو د سوریې خلک په غوسه کړي دي. په خبر کې راغلي دي تر کومه چې عدالت پر ځای نشي په سوریه کې د سولې او استقرار ټینګښت ناممکنه دی.


پيوندونه: #بشار اسد , #سوریه

اړوند خبرونه