سعودي عربستان د هیواد د تاسیس نیټې ته تغیر ورکړ
سعودي عربستان د هیواد د تاسیس تاریخ ته د تغیر په ورکولو سره ۱۷۲۷ میلادي کال د فبروري ۲۲ مه نیټه اعلان کړه.
سعودي عربستان د هیواد د تاسیس تاریخ ته د تغیر په ورکولو سره ۱۷۲۷ میلادي کال د فبروري ۲۲ مه نیټه اعلان کړه.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د فرمان په صادرولو سره د هیواد د تاسیس نیټه په رسمي توګه تغیر کړه.
ویل شوي دي چې دغه فرمان د دولت په ریښو د افتحار او درې پيړۍ وړاندې د محمد بن سعود د دورې واکمنانو ته د خلکو د ژورې وفادارۍ پر بڼسټ صادر شوی دی .
په فرمان کې راغلي دي چې " د سعودي عربستان لومړی دولت په ۱۷۲۷ کال کې تاسیس شوی دی چې تر ۱۸۱۸ کاله پورې دوام کړی دی. د سعودي لومړني دولت پلازمینه دیریه وه. همداشان د پیړیو بې ثباتۍ او بیلتون نه وروسته په عربي ټاپووزمه کې امنیت او یووالی رامنځته شو. همداشان د ترکي بن عبدالله بن محمد بن سعودي په ۱۸۲۴ کال کې د سعودي عربستان دویم دولت تاسیس کړ. دې دولت تر ۱۸۹۱ کاله پورې دوام وکړ.
همداشان ددینه لس کاله وروسته ملک عبدالعزیز بن عبدالرحمان فیصل ال سعود د سعودي عربستان دریم دولت جوړ کړ.
دا چې د سعودي عربستان لومړنی دولت د ۱۷۲۷ میلادي کال د فبروري په ۲۲ مه نیټه تاسیس شوی دی د همدې امله ددینه وروسته د فبروري ۲۲ مه نيټه د سعودي عربستان د تاسیس د ورځې او عمومي رخصتۍ پریکړه وشوه. "
د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې مدرن دولت د ۱۹۳۲ میلادي کال د سپټبمر په ۲۳ مه نيټه د ملک عبدالعزیز بن عبدالرحمن لخوا تاسیس شو.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.