په یمن کې د حکومتي او حوثي یاغیانو ترمنځه په نښتو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په یمن کې په نښتو کې ۶۷ تنه وژل شوي
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په حوثي یاغیانو په لسګونو هوايي بریدونه شوي چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د یمن د مارب او شبوه په ښارونو کې د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځه پیل شوې نښتې دوام لري. د بله پلوه د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف هوايي ځواکونو د یمن د حکومتي ځواکونو پر ملاتړ د حوثي یاغیانو پر هدفونو پراخه هوايي بریدونه کړي دي.
د یمن نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې نښتو او بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ تنه وژل شوي دي چې ۵۸ تنه يي حوثي یاغیان دي.
حوثي یاغیانو ویلي دي چې عرب ائتلاف هوايي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مارب او شاوخوا سیمو کې ددوې پر هدفونو ۳۲ ځله هوايي بریدونه کړي دي.
د ویلو ده چې د یمن د مارب ښار ددې هیواد د مشروع حکومت د مهمو مرکزونو نه یو دی. همداشان دا ښار د تیلو او ګازو د زیرمو له پلوه د یمن تر ټولو د مهمو ښارونو او عایداتي منابعو نه شمیرل کیږي.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.