په لبنان کې د تیلو په ټانکر کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړه
په لبنان کې د تیلو په یو ټانکر کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د لبنان په شمال کې د عکار په ښار کې د تیلو په یو ټانکر کې د چاودنې نه وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د لبنان سرې میاشتې ویلي دي چې ددوې مرستندویه ډلو تر اوسه پورې ددې پیښې ۲۰ تنه مړي او ۷ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د اشوشیتید پرس خبري اژانس بیا ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲۰ تنه مړه او ۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن د هیواد په شمال کې او پلازمینه بیروت کې پر خصوصي روغتونونو غږ کړی دی چې ددې پیښې ټپیان تداوي کړي او مصرف به يي دولت ورکړي.
د تیلو په ټانکر کې د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
د ویلو ده چې په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د چاودنې نه وروسته ډیره ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې په لبنان کې پداسې حال کې د تیلو په ټانکر کې د چاودنې نه خبر ورکول کیږي چې دا هیواد د نفتو د کمښت له پلوه د ډیر جدي بحران سره لاس او ګریوان دی.
نړۍوال بانک خبرداری ورکړی دی چې لبنان د مځکې پر سر د ۱۸۵۰ کال راهیسې تر ټولو د خراب مالي ناورین سره هم مخامخ دی.
د لبنان پوځ پرون خالي اعلان وکړ چې د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې په ترسره کړو چاپو او عملیاتو کې په زرګونو لیټره پطرول او ډیزل تیل چې د پلورونکو لخوا پټ ساتل شوي وو نیولي دي.
پدې هیواد کې د نفتو د کمبود له امله خلکو ته په ۲۴ ساعتونو کې یواځې دوه ساعته برښنا ورکول کیږي. پدې وروستیو کې ددې هیواد یو زیات شمیر روغتونونو خبرداری ورکړی دی چې د برښنا د کمبود له امله کیدای شي چې خپلې دروازې وتړي.
لبنان د نفتو ترڅنګ د دارو د جدي بحران سره هم مخ دی.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.