په بغداد کې ځینو شیعه ډلو په خپلو پلویانو د امام اعظم ابو حنیفه د مقبرې او زیارت د ورانولو غږ کړی دی
په عراق کې بعضو شیعه ډلو په خپلو پلویانو په پلازمینه بغداد کې د امام اعظم ابو حنیفه رحمته الله علیه د مقبرې او زیارت د ورانولو غږ کړی دی.
د عراق حکومت د نوموړو شیعه ډلو پر خلاف سخت غبرګون وښود. د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الراجي وویل چې په بغداد کې د امام اعظم ابو حنیفه رح د مقبرې او زیارت د ورانولو په اړه د بعضو ډلو لخوا خپلو پلویانو ته بلنه ورکول په کلکه توګه ردوو.
هغه وویل چې ددې پرمختګ نه وروسته په بغداد کې ملي استخباراتو د هماهنګۍ د شورا غړیو بیړنۍ غونډه وکړه .
هغه وویل چې د ملي استخباراتو د هماهنګۍ شورا په هیواد کې د سولې او امنیت خرابوونکي هر ډول مذهبي ناوړه اقدامات په کلکه توګه ردو. د عراق امنیتي ځواکونه به ددې ډول اقداماتو پر خلاف په ډیره قوي توګه مبارزه وکړي.
هغه وویل چې تر ټولو مهم په عراق کې د شیعه ګانو د دیني مرجع ایت الله علي السیستاني او د نور مخور او شیعه مشران او د عراق قومي مشران تل د ټولو هغه ناوړه اقداماتو سره چې د هیواد سوله او امنیت د ګواښ سره مخامخوي تل سخت مخالفت کړی او مخالفت ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې د عراق په پلازمینه بغداد کې ځینو تند لارو شیعه ډلو په خپلو پلویانو د ټولنیزې مډیا له لارې په بغداد کې د امام اعظم ابو حنیفه رح د مقبرې او زیارت د ورانولو غږ کړی دی.
ددې په مقابل کې د عراق حکومت امام اعظم ابو حنیفه د مقبرې او زیارت په شاوخوا کې امنیتي تدابیرو کچه تر ټولو لوړې سویې ته رسولي دي.
د عراق د ملي امنیت سلاکار او ورسره مل د قوتونو قومندانانو د امام اعظم ابو حنیفه د مقبرې او زیارت په شاوخوا کې د نیول شوو کلکو امنیتي تدابیرو نه لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې په بغداد کې یو څه موده مخکې هم یوې شیعه ډلې په خپلو پلویانو د پلازمینې د موسس او ساتونکې په توګه مشهور د عباسیانو د دورې د خلیفه ابو جعفر المنصور د هیکل د نړولو غږ کړی وو.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.