د عراق د بلد پر پوځي هډې راکټي برید شوی دی
د عراق د صلاح الدین په ولایت کې د بلد پر پوځي هوايي هډې راکټي بریدونه شوي دي.
1602144
د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې تیره شپه د صلاح الدین په ولایت کې د بلد پر پوځي هوايي هډې ۳ راکټي بریدونه شوي دي.
ویل کیږي راکټونه د هډې بهر لګیدلی دي. په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې د بلد پوځي هوايي هډه لنډه موده مخکې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو لخوا د عراق پوځ ته وسپارل شو.
همداشان پدې هډه کې اوس هم امریکايی قراردادیان شتون لري. د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم په کراتو پدې هډې راکټي بریدونه شوي دي.