د دوبۍ - استانبول ترمنځه الوتنې پیلیږي

فلای دوبۍ هوايي شرکت استانبول ته الوتنې له سره پيلیوي

1544870
د دوبۍ - استانبول ترمنځه الوتنې پیلیږي

د نوي ډول کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د ترکیې او دوبۍ ترمنځه ځنډول شوې الوتنې له سره پیلیږي.

د متحده عربي اماراتو اړوند هوايي شرکت فلای دوبۍ چې عمومي مرکز يي په دوبۍ کې دی ویلي دي چې د ۹ میاشتو ځنډ نه وروسته د ترکیې د استانبول ښار ته په الوتنو پيل کوي.

فلای دوبۍ شرکت ویلي دي چې د  دسمبر د ۱۷ مې نیټې نه په اعتبار سره به د دوبۍ – استانبول ترمنځه په الوتنو پیل وکړي.

یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ټکټونو په پلورولو يي پيل کړی دی.

د ویلو ده چې د نوي ډول کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې فلای دوبۍ شرکت د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې په ۱۷ مه نیټه استانبول ته خپلې الوتنې درولې وې.

 



اړوند خبرونه