په سوریه کې د روسیې او امریکايي پوځیانو د موټر جنګیدل
په سوریه کې د روسیې د یو پوځي کتار یو پوځي موټر د امریکايي ځواکونو د یو پوځي موټر سره د جنګیدو په نتیجه کې لږ تر لږ ۴ تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.
د امریکا د سي ان ان تلویزیون د امریکايي چارواکیو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې تیره ورځ د سوریې په ختیځ کې د روسیې د پوځي کتار یو پوځي موټر په قصدي ډول د امریکايي ځواکونو د یو پوځي موټر سره ټکر کړی دی چې په نتیجه کې ۴ تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د پیښې پر سیمې د روسیې پوځي چورلکو په ډیره ټیټه توګه الوتنې کولې.
په خبر کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د پيښې د لومړۍ شیبې نه د پيښې په اړه يي خبر ترلاسه کړی دی خو تر اوسه پورې يي د پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند جان اولیوت تیره ورځ په سوریه کې د امریکايي پوځي موټر سره د روسیې د پوځي موټر د جنګیدو خبر تایید کړی دی. ویاند ویلي دي چې پدې پيښه کې ۴ تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي خو ددې ټرافیکي پيښې اصلي لامل د روسیې پوځي موټر دی. همداشان روسیې په سیمه کې د هر ډول ستونزې د مخه نیولي په خاطر سمدلاسه خپل سرتیري د سیمې نه ویستي دي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.