دا ځل روسیې د ایران لپاره په سوریه کې جنګیدونکي افغان جنګیالي لیبیا ته استولي دي
روسیې دا ځل د سوریې نه د بشار اسد تر کنټرول لاندې د سیمو نه لیبیا ته د حفتر نه د ملاتړ په خاطر د پیسو په بدل کې څه باندې ۳۰۰ تنه اجیر جنګیالي استولي دي.
د سیمه ایزو سرچینو د معلوماتو له مخې روسیې په سوریه کې د عراق سره په پوله کې د دیروزور په ولایت کې د اسد تر کنټرول لاندې د سیمو نه د ایران د فاطمیون ، زینبیون او قدس د غنډونو نه چې ډیری د سوریې، ایران او افغانستان د وګړو نه جوړ دي څه باندې ۳۰۰ تنه جنګیالي د میاشتې د زرو نه تر ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د کودتاچي حفتر نه د ملاتړ په خاطر لیبیا ته استولي دي.
سرچینې ویلي دي چې نوموړي بهرني اجیر جنګیالي لیبیا ته د استولو نه مخکې د سوریې د لازقیه په ښار کې د روسیې په پوځي هډو کې روزل شوي دي.
د بله پلوه ویل شوي دي چې د نوموړو اجیر او غلامو جینګالیو په منځ کې لږ تر لږه ۸ تنه د داعش ترهګرې ډلې جنګیالي چې د قدس د ځواکونو سره د تړون په لاسلیکولو سره د هغوې په صفونو کې جنګیدل هم شتون لري.
د ویلو ده چې تر اوسه پورې د سوریې د بیلابیلو ښارونو نه تر ۲ زور تنو ډیر اجیر او غلام جنګیالي د حفتر نه د ملاتړ په خاطر لیبیا ته استول شوي دي.
په لیبیا کې د حفتر په صفونو کې د سوري، ایراني ، افغان او روس جنګیالیو سربیره د سوډان او چاد د هیوادونو نه جنګیالي د مشروع حکومت پر خلاف جنګیږي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.