په لیبیا کې د حفتر جنایتونه یو یو په ډاګه کیږي

د لیبیا په لویدیځ کې د کودتاچي‌ او ټوپک سالار خلیفه حفتر د ځواکونو جنایتونه یو یو په ډاګه کیږي.

1434707
په لیبیا کې د حفتر جنایتونه یو یو په ډاګه کیږي

 

د ملګروملتونو د ارقامو له مخې د حفتر د ځواکونو لخوا  د اپراسیون او اکمالاتي‌ مرکز په توګه کارونکي‌ د ترهونه د ښار په ګډون د هیواد په لویديځ کې ۸ ډله یز قبرونه موندل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د جون په پنځمه نیټه د ترهونه ښار په کامله توګه د حفتر د ځواکونو نه بیرته ونیو. همداشان لومړی په ترهونه ښار کې په یو روغتون کې د ۱۰۶ تنو مړي‌ چې د شکنجې په نتیجه کې وژل شوي‌ وو وموندل شول.

ویل کیږي‌ د مړو نه بعضې د ښځو او ماشومانو ول.

د لیبیا د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د لیبیا د عدلیې وزارت د ترهونه په ښار کې د ترسره شوو جنایتونو د څیړونو په خاطر یو کمیسیون په دنده ګمارلی دی.

د بله پلوه په لیبیا کې د ملګروملتونو دفتر ویلي دي چې د ترهونه په ګډون په یو زیات شمیر ډله ایز قبرونه موندل شوي‌ دي چې ټول يي ثبت او راجستر کړي‌ دي.



اړوند خبرونه