د عراق د الانبار ولایت لپاره د داعش تش په نامه والي ونیول شو
د عراق د الانبار ولایت لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نوم والي علي الملاجي ونیول شو.
د عراق د دفاع وزارت د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې د الانبار په ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د پاتو شونو د تصفیه کولو په خاطر د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې د الانبار لپاره د داعش تش په نوم ټاکل شوی والي ونیول شو.
د عراق د دفاع وزارت ویلي دي چې د داعش نیول شوي تش په نامه والي په الانبار ولایت کې پر امنیتي ځواکونو یو زیات شمیر بریدونه ترسره کړي دي. همداشان نوموړی د لومړنیو څیړونو نه وروسته محکمې ته معرفي شوی دی.
د ویلو ده چې د داعش ترهګرې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د موصل ښار نه وروسته د صلاح الدین او وروسته د الانبار ولایت په کامله توګه ونیو. همداشان داعش ترهګرې ډلې د دیالا او کرکوک ښارونو یوه لویه برخه هم نیولې وه چې په کلونو کلونو يي پدې سیمې حاکمیت وکړ.
همداشان په ۲۰۱۷ کال کې د عراق وسله والو ځواکونو د داعش پر خلاف د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو پر ملاتړ د داعش پر خلاف ستر عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د داعش پر خلاف خپل بری اعلان کړ.
سره ددې چې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې د ماتې نه ۳ کاله تیریږي خو یاده شوې ترهګره ډله اوس هم د عراق د کرکوک، دیالا، موصل، صلاح الدین او الانبار د ولایتونو په اطرافو کې فعالیت کوي او د حکومت پر خلاف وخت نا وخته بریدونه کوي.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.