د لیبیا حکومتي ځواکونو د حفتر ځواکونو ته یو بل ګوزار ورکړ
په لیبیا کې د ملي وفاق د حکومت اړوند وسله والو ځواکونو د کودتاچي جنرال ملیشه ځواکونو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.
د لیبیا حکومتي ځواکونو د هیواد په ختیځ کې د حفتر په مشرۍ د نامشروع وسله والو ځواکونو اړوند هوا دفاعي سیستم او یو زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه یوړل .
د لیبیا د پوځ ویاند ډګروال محمد قنونو ویلي دي چې ددوې هوايي ځواکونو د هیواد په ختیځ کې د حفتر په مشرۍ د نامشروع ملیشه ځواکونو تر اشغال لاندې د واتیه په پوځي هډې د بریدونو په نتیجه کې د متحده عربي اماراتو لخوا حفتر ته ورکړ شوی د روسیې ساخت هوا دفاعي سیستم له منځه وړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې هوايي بریدونو کې د حفتر اړوند د هوا دفاعي سیستم سربیره یو زیات شمیر نورې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د لیبیا پوځ د مارچ په ۲۵ مه نیټه د حفتر د نامشروع ملیشه ځواکونو پر خلاف پيل کړي د سولې توپان په نامه د عملیاتو په ترڅ کې د طرابلس په لویدیځ کې ۷ کلي او یو ښار د حفتر د ځواکونو نه بیرته نیولي دي او د تونس تر پلوو په امتداد کې نږدې ۳ زره کیلو متره سیمه د ترهګرو نه تصفیه کړې ده.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.