د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده غواړي چې غواړي چې د خپل پلار نه د هیواد واک واخلي

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده غواړي چې په ریاض کې د جي شل سرمشریزې د جوړیدو نه مخکې د پاچاهي دنده په غاړه واخلي.

1374615
د سعودي عربستان  ولیعهد شهزاده غواړي چې غواړي چې د خپل پلار نه د هیواد واک واخلي

 

د انګلستان د میډل ایست ای د خبر له مخې  د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د پاچا کیدو په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی. پدې برخه کې د هغه تر ټولو د ستر  ګام په توګه د خپل تره  شهزاده احمد بن عبدالعزیز او د شاهي کورنۍ د یو زیات شمیر غړیو په نیولو پیل کړی دی.

په سعودي عربستان کې  د شهزاده احمد بن عبدالعزیز په ګډون د هغه ځامن او د شاهي کورنۍ یو زیات شمیر نور غړي نیول شوي دي.

یاد شوي خبري سایټ ویلي دي چې  ولیعهد شهزاده غواړي چې  د روان کال د نوامبر په میاشت کې د جي شل د سرمشریزې د جوړیدو نه مخکې  د پاچاهي دنده په غاړه واخلي.

ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غواړي چې د خپل پلار ملک سلمان د مړینې نه مخکې د پاچاهۍ مسئولیت په خپله غاړه واخلي.

هغه همدې هدف ته د رسیدو په خاطر لومړی  د پاچاهۍ د تخت پر وړانډې د پرتو ټولو خنډونو په برطرفولو پیل کړی دی.

یادې شوې سرچینې ویلي دي چې ولیعهد شهزاده د واک د ترلاسه کولو  په خاطر په خپل پلار د فشارونو په راوستو پیل کړی دی.

ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ویلي دي چې  خپل تره او شاهي کورنۍ د نږدې ۲۰ تنه غړي  د کودتا د اقدام د هڅې په تور نیولي دي.

د امریکا د وال ستریت ژورنال  ورځپاڼې تیره ورځ په سعودي عربستان کې د ملک سلمان د ورور شهزاده احمد بن عبدالعزیز ، پخواني ولیعهد شهزاده محمد بن نایف او شاهۍ کورنۍ نور غړي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي.

د بله پلوه  د تیرو څو ورځو راهیسې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د مرګ ادعا شوې وه.

خو د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز تیره ورځ د لومړي ځل لپاره د کمرو مخې ته رابرسیره شو.

سعودي عربستان پاچا پرون د اوکراین او یوراګوای د هیوادونو د سفیرانو باور لیکونه قبول کړل .

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز انځورونه خپاره  کړل.

پدې عسکونو کې ښکاره کیدل چې پاچا ملک سلمان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان بن عبدالعزیز په حضور کې د اوکراین او یوروګوی د هیوادونو د سفیرانو باور لیک قبولي.



اړوند خبرونه