د سوریې د اعزاز او ادلب په سیمو کې د ترکیې پر ملاتړ مظاهرې وشوې.
په سوریه کې د ترکیې پر ملاتړ او اسد رژیم پر خلاف مظاهرې وشوې
د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د فراټ د پوځي عملیاتو سره د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې میشتو په سلګونو تنو د ترکیې پر ملاتړ او د اسد رژیم پر خلاف مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو چې د ترکیې پر ملاتړ شعارونه ورکول د ترکي شهیدانو روح ته يي دعاء وکړه. مظاهره کوونکو چې د ولسمشر اردوغان تصویرونه او د ترکېې بیرغونه په لاسونو کې درلود ولسمشر اردوغان نه يي مننه کوله.
همداشان د سوریې په شمال ختیځ کې د ادلب ښار په مرکز او د فرات ډال د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې په سلګونو تنو د استانه تړون او سوچي هوکړه لیک په اساس په ادلب کې په ځای په ځای شوو ترکي ځواکونو باید د اسد د رژیم هوايي برید په نتیجه کې ۳۶ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي وو په کلکه توګه وغندل او د نوموړي برید په غبرګون کې د ترکیې لخوا پیل شوي د سپرلي ډال پوځي عملیاتو نه يي د ملاتړ اعلان وکړ.
مظاهره کوونکو د اسد رژیم سربیره د روسیې او ایران پر خلاف هم شعارونه ورکول.
مظاهره کوونکو په ترکي او عربي ژبه په لیکو شعارونو کې لیکلي وو چې د ۹ کلو وروسته د لومړي ځل لپاره ځان په امنیت کې احساسو او د اسد رژیم د جنګي الوتکو نه ډار نلرو. د ترکیې د پوځي مداخلې نه تود هر کلی او قوي ملاتړ کوو. د چناق کلا د شهیدانو په هدیره کې مو د شهیدانو قبرونه څنګ په څنګ پراته دي دادی په ادلب کې مو وینې د یو بل سره ګډې شوې. مونږ د ترکانو سره د دیني، تاریخي ، کولتوري او مدنیت پلوه ورورنه یو.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.