سعودي‌ عربستان  د موقتې  مودې  لپاره  د نفتو  تولید   ودرو

سعودي‌ عربستان ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې د نفتو د تولید لویه برخه درولې ده

1269552
سعودي‌ عربستان  د موقتې  مودې  لپاره  د نفتو  تولید   ودرو

. سعودي  عربستان  دا پریکړه هله وکړه چې  پرون يي  د نوموړي‌ هیواد  د نفتو د دولتي‌ شرکت  اړوند  په دوو  چڼځایونو د ډرون الوتکو  پر مټ  برید وشو.

د سعودي‌ عربستان  د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان  ویلي‌ دي‌ چې  پرون  د هیواد د نفتو د ملي‌ شرکت په دوو  چڼځایونو  د بې پیلوټه الوتکو د برید نه وروسته  د موقتې مودې  لپاره د نفتو تولید  د درولو  پریکړه وکړه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې  د نفتو د چاڼ  په دوو مرکزونو کې  تولید  درولی دی  او د ذخیرو نه به صادراتو ته  دوام  ورکړو.

شهزاده بن سلمان ویلي‌ دي‌ چې  د تیرې ورځې  د بریدونو   په نتیجه کې د رامنځته شوو چاودنو له  امله  د نفتو  تولید  ستر  زیان  لیدلی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې  سعودی‌ عربستان  د ورځې  ۵ عشاریه  ۷ میلیونه  بوشکې تولید لري‌ چې  ددې  بریدونو له امله  نیمايي  تولیدات  دریدلي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې  ددې سربیره پرونیو بریدونو  د ګازو تولید هم  د سکتې  سره  مخامخ کړی دی. 

بن سلمان ویلي‌ دي‌ چې  د نفتو  د تولید  درول  به په کورنیو بازارونو کې  هیڅډول مشکلات رامنځته نکړي‌ او اړتیاوې  به  د ذخیرو نه  پوره کړي. هغه ویلي‌ دي‌ چې  د تیرې  ورځې  بریدونو په نتیجه کې  د رامنځته شوو خساراتو د تثبیت په چارو پيل شوی دی.

د یادولو وړ  ده چې  پرون  په ځايي‌ وخت د سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې  د سعودي‌ عربستان د نفتو د ملي‌ شرکت  د تیلو د چاڼ په دوو  مرکزونو  د ډرون الوتکو پرمټ  بریدونه وشول  چې  په نتیجه کې سترې چاودنې او اورلیګدنې رامنځته شوې.

پداسې  حال کې چې  سعودي‌ عربستان د برید پړه تر اوسه پورې په چا نده اچولې خو په یمن کې حوثي‌ یاغیانو  ددې برید  مسئولیت په غاړه واخیست  او اعلان وکړ چې برید دوی کړی دی.



اړوند خبرونه