حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

په یمن کې  حوثي یاغیانو  د یمن سره په پوله کې د سعودي عربستان د جازان په ښار کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په ګډ عملیاتي مرکز  د بالستیک توغندي برید کړی دی.

1256346
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

 

د حوثي یاغیانو  د پوځي  څانګې ویاند  یحیی سیري د سعودي عربستان په سویل کې  د جازان ولایت اړوند سامتا په ښار کې  په عملیاتي مرکز  د بالستیک توغندي د برید کولو ادعا کړې ده .

حوثي یاغیانو پدې برید کې  د سعودي عربستان په مشرۍ  ائتلافي ځواکونو ته  د درندې مرګ ژوبلې د اړولو  ادعا کړې ده .

خو  د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف بیا  د حوثي یاغیانو د ادعا په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې  حوثي یاغیان  وخت نا وخته د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان  د بالستیک توغندیو  بریدونه کوي.

همداشان  حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې  د بالستیک توغندیو سربیره  د ډرون الوتکو سره هم  بریدونو ته  مخه کړې ده .

حوثي یاغیانو  چې د ایران کلک ملاتړ تر شا لري  په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا وکړه او د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې.

د یمن ولسمشر د حوثي پر خلاف د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج هیوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړه چې  ددې غوښتنې په اساس خلیج هیوادونو د حوثيانو پر خلاف یو ائتلاف جوړ کړ.

د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شوي  دې ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف پوځي عملیات پيل کړل چې ددې په مقابل کې  حوثي یاغیان  وخت نا وخته د یمن سره په پوله کې په پرتو د سعودي عربستان په ښارونو  راکټي او د توغندیز بریدونه کوي.



اړوند خبرونه