سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند د څو ډرون الوتکو د ویشتو نه خبر ورکړ
سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند څو ډرون الوتکې وویشتې
سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند د څو دانو ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې د حوثي یاغیانو لخوا د یمن نه د ورانکارانه بریدونو په موخه سعودي عربستان ته رالیږل شوي ډرون الوتکې په هوا کې د تثبیتدو نه وروسته له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې د حوثي یاغیانو څو دانې ډرون الوتکې چې په ملکي هوايي ډګر د برید په موخه راستول شوې وې ویشتي دي.
ویاند ویلي دي چې حوثي یاغیانو په هممهاله توګه د څو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو د تاکتیک نه په کار اخیستو پیل کړی دی. هغه د ویشتل شوو ډرون الوتکو د شمیرې په اړه څه ونه ویل.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو نن د سهار په ساعتونو کې د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې د آبها او نجران د هوايي ډګرونو سربیره د خمیس مشیط په سیمه کې د ملک خالد په هوايي هډې د هممهاله بریدونو ترسره کولو نه خبر ورکړ.
حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې پر سعودي عربستان د بریدونو په خاطر ډیری د ډرون الوتکې نه کار اخلي. حوثي یاغیانو نه ددینه مخکې وخت نا وخته پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کول چې ډیری به يي په هوا کې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا له منځه وړل کیدل.
حوثي یاغیانو چې د ایران قوي ملاتړ تر شا لري په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا وکړه او د پلازمینې صنعا په ګډون ځینې سیمې د خپل کنټرول لاندې راوستې. سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د یمن د ولسمشر په غوښتنه د حوثي یاغیانو پر خلاف په جګړه پیل وکړ.
حوثي یاغیان د یو پلو نه پر سعودي عربستان چې د یمن سره ګډه پوله لري وخت نا وخته بریدونه کوي او د بله پلوه د یمني ځواکونو سره جګړه کوي.
حوثي یاغیانو تیره اوونۍ په یمن کې د یمني ځواکونو په دوو هډو د بریدونو سره په لسګونو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.