په سعودي  عربستان کې د یمن  سره په پوله کې دوه تنه  سعودي سرتیري  ووژل شول.

دوه تنه سعودي سرتیري ووژل شول.

1244223
په سعودي  عربستان کې د یمن  سره په پوله کې دوه تنه  سعودي سرتیري  ووژل شول.

 

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  نوموړي  سرتیري  په سعودي عربستان کې د یمن سره په سویلي پوله کې  وژل شوي دي.

د سعودي عربستان مقاماتو  د وژل شوو سرتیرو نومونه  اعلان کړي دي خو دا يي ندي ویلي چې دا سرتیري  څه وخت  او څه ډول  وژل شوي دي.

د ویلو ده چې د تیرې جمعې پر ورځ هم  د دوو تنو  سعودي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی وو.

د یادولو وړ ده چې  سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال راهیسې  په یمن کې د حوثيانو پر خلاف په جګړه کې بوخت دی. د ایران پلوي  حوثي یاغیانو  په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا وکړه  او د پلازمینې صنعا په ګډون  یو زیات شمیر سیمې ونیولې .

د یمن ولسمشر د خلیج د هیوادونو نه  د مرستې غوښتنه وکړه  چې  سعودي عربستان په مشرۍ  ائتلاف يي مرستې ته ودنګل.

 

 



اړوند خبرونه