د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو.
په بغداد کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات برید وشو
1222861
د بغداد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې پیښه د بغداد ختیځ لورې ته د بلدیات په سیمه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي د بلدیات په سیمه کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د المنتظر په نامه د شیعه ګانو یو جومات ته د ننوتو نه وروسته د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
د لومړنیو شمیرو له مخې پدې برید کې لسو تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې بغداد ښار اوږده موده کیدله چې نسبتآ ارامه شوی وو.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.