په عراق کې د یوې مساپر وړونکې کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره د پام وړ لوړه شوه.
په عراق کې مساپر وړونکې کښتۍ ډوبه شوه
د عراقي مقاماتو د معلوماتو له مخې ددې سترې فاجعې د قربانیانو شمیره سلو تنو ته لوړه شوې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ د عراق د موصل ښار ترڅنګ د دیجله په سیند کې یوه مساپر وړونکې کښتۍ د حد نه زیات بار له امله په سیند کې ډوبه شوه.
پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۱۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.
په نوموړې پيښه کې ۵۵ تنه ژوندي ژغورل شوي دي. عراقي مقاماتو ویلي دي چې په لسګونو تنه چې د نوروز د لمانځولو په موخه یوې تفریحي سیمې ته په کښتۍ کې روان ول کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په اوبو کې ډوبه شوه.
ځايی مقاماتو ویلي دي چې په سیند کې د اوبو د جریان له امله د ډیری قربانیانو مړي اوبو نورو سیمو ته وړي دي.
ویل کیږي ددې پیښې ډیری قربانیان ښځې او ماشومان دي. ویل کیږي ددې پیښې د ځینو قرنیانو مړي د پيښې د ځای نه ۳۰ کیلومتره لرې په اوبو کې موندل شوي دي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالهمدي د پيښې د ځای نه لیدنه وکړه او وروسته په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
هغه سیمه ایزو مسئولینو ته د ۲۴ ساعتونو په دننه کې ددې پیښې د ټولو جزیاتو په اړه راپور جوړ او دې ته د سپارولو هدایت ورکړ.
د عراق څارنوالۍ ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو ۹ تنه نیول شوي دي او د کښتۍ د خاوند د نیولو امر هم صادر شوی دی.
ویل کیږي په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې دا کښتۍ د حد نه ډیرو د مساپرو او بار له امله په سیند کې ډوبه شوې ده .
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.