سعودي عربستان د پاکستان او هندوستان لپاره د حج سهمیه لوړه کړه
سعودي عربستان د پاکستان او هندوستان لپاره د حج کلنۍ سهمیه ۲۰۰ زرو تنو ته لوړه کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نوموړي هیواد د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو اړیکو په چارو کې د دولت وزیر عادل الجبیر سره په لیدنه کې هغه ورته د پاکستان لپاره د حج د سهمیې د ډیریدو زیری ورکړ.
قریشي وویل چې ( مکې ته تلوونکې لار ) د پروژې د بشپړیدو سره به پاکستاني حاجیان د سفر نه مخکې ټولې رسمي چارې پخپله په پاکستان کې خلاصوي. ددې سره به هم حاجیانو او هم سعودي عربستان ته ډیره زیاته اسانتیا رامنځته شي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان نه وروسته هندوستان ته سفر وکړ.
هغه د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې « د هندوستان لپاره مو د حج ټاکلې سهمیه ۲۰۰ زرو تنو ته د لوړولو پریکړه وکړه » .
د ویلو ده چې سعودي عربستان تیر کال د پاکستان د حج سهمیه د ۱۷۹ زرو نه ۱۸۴ زرو ته لوړه کړې وه چې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه ولیعهد شهزاده دا سهمیه ۲۰۰ زرو تنو لوړه کړه.
همداشان د پاکستان لومړي وزیر د حج د سهمیې د لوړولو سربیره د سعودي عربستان په زندانونو کې د زنداني په زرګونو تنو پاکستاني وګړو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې وه.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د عمران خان د غوښتنې سره ۲۰۰۰ تنه پاکستاني زندانیانو خوشې کړل.
همداشان سعودي شهزاده پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې هیواد سره د ۲۰ میلیارده ډالرو پانګه ونې تړون لاسلیک کړ.