په مصر کې ۹ تنه اعدام کړی شول
په مصر کې په لوی څارنوال هاشم برکت د بمي برید کولو په تړاو ۹ تنه ځوانان اعدام کړی شول.
ویل کیږي په نوموړو ۹ تنو کې د اخوان المسلمین د سازمان د رهبري شورا د غړي محمد طه وحدان زوی احمد طه هم شتون درلود.
ددینه مخکې هم د اخوان المسلمین د جګپوړو چارواکیو نه د یو تن چارواکي زوی اعدام شوی وو.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې د مصر د حکومت نه د ۹ تنو مخالفینو پر خلاف د اعدام د حکم د ماتولو غوښتنه کړې وه .
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې نوموړي نهه تنه په غیر عادلانه توګه محاکمه شوي دي. نوموړي د اعدام په خاطر بل زندان ته انتقال شوي وو.
بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې د اعدام شوو ۹ تنو نه ځینې د محاکمې په دوران کې په جرم د اعتراف کولو په خاطر شکنجه شوې ده .
د ویلو ده چې د مصر سترې محکمې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر په میاشت کې په ۲۰۱۵ کال کې په لوی څارنوال د بمي برید په تور په اعدام د محکوم شوو جزا تایید کړه .
نوموړي ۹ تنه پرون په دار وځوړول شول.
نوموړو ۹ تنو په محکمه کې په هغوې لګیدلي تورونه رد کړي وو او ویلي وو چې په هغوې د شکنجو په ذریعه په زور سره اعتراف شوی وو.