د عراق ولسمشر د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود
د عراق ولسمشر برهم صالح د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د هغو څرګندونو پر خلاف چې ویلي دي غواړي خپل ځواکونه په عراق کې وساتي غبرګون وښود.
هغه وویل چې دا کار یواځې او یواځې د عراق د حکومت په اجازه او پریکړه ممکن دی.
د عراق ولسمشر برهم صالح دا څرګندونې په پلازمینه بغداد کې په یو پروګرام کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې.
هغه وویل چې په عراق کې د امریکا موجودیت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکارۍ او د عراق د حکومت د غوښتنې له مخې دوام لري. ددینه وروسته به هم پدې ډول دوام وکړي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د نوموړي هیواد د سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې غواړي په عراق کې خپل ځواکونه وساتي. هغه ویلي وو چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د ساتلو مهم لامل د ایران تعقیبول دي.
ټرمپ ویلي وو چې په عراق کې د عین الاسد په پوځي هډې ډیر زیات مصرف کړی دی او غواړي چې ددې هډې نه د ایران د تعقیبولو په خاطر کار واخلي.
د عراق ولسمشر برهم صالح بیا وویل چې امریکا پدې اړه تر اوسه پورې زمونږ نه په رسمي ډول کومه غوښتنه نده کړې. هغه وویل چې د امریکا سره ددې ستونزې د حل یواځنۍ لار د لارو جلا کول ندي بلکې همکاري هم د امکان وړ ده.
د بله پلوه د ټرمپ د څرګندونو نه وروسته په عراق کې د شیعه مشر مقتدا الصدر د ایتلاف غړي او د عراق د پارلمان مرستیال حسن القابي وویل چې د هیواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په خاطر به د قانون طرحه پارلمان ته وړاندې کړي. هغه وویل چې پدې اړه به قانون تصویب کړي.