محمد بیلتاجي د محکمې په جلسه کې د خندولو له امله په دوو کلونو بند محکوم شو
د محکمې په جلسه کې خندا ورته د دوو کلونو بند په بیه تمامه شوه
په مصر کې یوې محکمې د اخوان المسلمین سازمان د سیاسي څانګې د ازادۍ او عدالت د ګوند عمومي رئیس محمد البیلتاجي د محاکمې په جلسه کې د خندا له امله قضايي ارګانونو ته د سپکاوي په تور په دوو کلونو بند محکوم کړ.
د مصر د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې محکمې په زندانونو د چاپې د دعوا د محاکمې د جلسې پر مهال د یو تن شاهد خبرې اوریدې چې د ازادۍ او عدالت د ګوند مشر محمد البیلتاجي خندلي وو. محکمې هغه قضايي ارګانونو ته په سپکاوي تورن او په دوو کلونو بند محکوم کړ.
ویل کیږي محکمې د محاکمې په جلسه کې د شاهد د اوریدو پر مهال د هغه نه د مدافع وکیل د پوښتنو مخنیوی وکړ چې پدې وخت کې محمد بیلتاجي وخندل.
د مصر د قوانینو له مخې محمد بیلتاجي تر ۶۰ ورځو پورې د محکمې پدې پریکړې د اعتراض کولو حق لري.
د ویلو ده چې محمد بیلتاجي ددینه مخکې هم د محکمې په جلسه کې د خندولو له امله د جزا محکمې لخوا په یو کال بند محکوم شوی وو.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.