په مصر کې د تمیز محکمې د محمد بدیع په اړه د جزا د محکمې حکم مات کړ
په مصر کې تمیز محکمې د اخوان المسلمین د تشکیلاتو د رهبري شورا رئیس محمد بدیع د حبس ابد جزا په لس کلونو بند بدله کړه.
د مصر تمیز محکمې د کودتا د مخالفینو په اعتراضونو د غور کولو په پایله کې د اخوان المسلمین د تشکیلاتو د رهبري شورا رئیس محمد بدیع په اړه د جزا محکمې لخوا ورکړ شوی د حبس ابد حکم مات او هغه يي په لسو کلونو بند محکوم کړ.
د مصر د قضایه قوې د سرچینو د معلوماتو له مخې تمیز محکمې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې په دریمه نیټه د کودتا نه وروسته د بن صیف په ښار کې د رامنځته شوو پیښو په تړاو د جزا محکمې لخوا محمد بدیع چې د ټول عمر لپاره په بند محکوم شوی وو دا حکم مات او هغه يي په لسو کلونو بند محکوم کړ.
همداشان تمیز محکمې د ۳۷ تنو نورو په اړه هم د جزا محکمې د ۱۵ کلونو بند حکم مات او په درې درې کلونو بند يي بدل کړ.
د مصر د بن صیف د ښار د جزا محکمې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په میاشت کې محمد بدیع په ګډون ۱۵ تنه د کودتا مخالفین د ټول عمر لپاره په بند او ۷۷ تنه نور د ۱۵ کلونو لپاره په بند محکوم کړل.
د ویلو ده چې د مصر په اتو جلا جلا ښارونو کې د اخوان المسلمین د سازمان د رهبري شورا رئیس محمد بدیع پر خلاف ۴۰ جلا جلا دعواګانې پرانیستل شوي او محاکمه يي دوام لري.
د نوموړو دعواګانو په چوکاټ کې نوموړی تر اوسه پورې ۳ ځله د ټول عمر لپاره په بند او په دوه ځله په اعدام محکوم شوی دی.
د اعدام د حکمونو نه يي یو د تمیز محکمې لخوا مات شوی دی او د بل په اړه يي اوس هم غور دوام لري.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د عسکري کودتا نه وروسته ۲۷ تنه د کودتا مخالفین د بیلا بیلو تورونو له امله اعدام شوي دي.