د جمال قاشقچي د جنایت په اړه ډیر مهم پرمختګ
سعودي عربستان د جمال قاشقچي قاتلانو لپاره د اعدام غوښتنه وکړه
د سعودي عربستان لوی څارنوالۍ د منتقد او مخالف ژورنالست جمال قاشقچي د وژنې لامل اعلان کړ.
د سعودي عربستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې جمال قاشقچي د لوړ دوز دوا او زندۍ په پایله کې وژل شوی دی.
څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په تور د تورنو ۱۱ تنو نه پنځو تنو ته د اعدام د سزا غوښتنه کړې ده .
د سعودی عربستان څارنوالۍ ویلي دي چې د جمال قاشقچي د وژلو امر په استانبول کې ورکړ شوی دی. قاشقچي د لوړ دوز دوا او زندۍ په پایله کې وژل شوی دی. وروسته يي مړی ټوټي ټوټي شوی او د قونسلګرۍ نه ویستل شوی دی.
څارنوالۍ ویلي دي چې د قاشقچي د جنایت په اړه تحقیقات اوس هم دوام لري خو دوسیه يي محکمې ته استول شوې ده .
څارنوالۍ د ترکیې نه هم د نوموړي جنایت په اړه د دلیلونو او ثبت شوي ټیلیفوني مکالماتو غوښتنه شوې ده .
څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په اړه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده سلاکار سعود القحطاني د هیواد نه په وتو بندیز لګولی دی. څارنوالۍ ویلي دي چې القحطاني هیواد ته د جمال قاشقچي د راوستو امر کړی دی. د معلوماتو له مخې د قاشقچي د راوستو په خاطر استول شوې ډلې کله چې هغه سعودي ته په راوستو ندي توانیدلي هغه يي وژلی دی.
څارنوالۍ ویلي دي چې د جمال قاشقچي د وژلو امر استانبول ته د استول شوې ډلې مشر پخپله په استانبول کې ورکړی دی.
څارنوالۍ ویلي دي چې د قاشقچي د قاتلانو د ځايي همکارانو ویدیويي فلم يي هم ترلاسه کړی دی.
څارنوالۍ ویلي دي چې د قاشقچي د قاتلانو نه یو تن د هغه د وژنې نه مخکې د قونسلګرۍ امنیتي کمرې خرابې کړې وې.
څارنوالۍ ویلي دي چې د قاشچي د قاتلانو د ځايی همکارانو ویدیو او ربوت عکسونه يي ترلاسه کړي چې د ترکیې سره به يي شریک کړي.
څارنوالۍ ویلي دي چې د قاشقچي په تحقیقاتو کې ولیعهد شهزاده داخل ندی.