د سعودي ولیعهد شهزاده د قاشقچي د جنایت په اړه د لومړي ځل لپاره ارزونې وکړې
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال قاشقچي د جنایت په اړه د لومړي ځل لپاره چپتیا ماته کړه.
هغه وویل چې د قاشقچي د جنایت د روښانولو په خاطر د ترکیې سره په ګډه او همکارۍ کې کار کوو.
د سعودي عربستان ولیعهد دا څرګندونې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفوني خبرو نه وروسته وکړې.
هغه وویل چې دواړه حکومتونه د نوموړي جنایت مجرمین د خپلو اعمالو په سزا رسولو په لاره کې قوي همکاري به ټولو ته په اثبات ورسوي.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ځینې برخې غواړي چې د سعودي عربستان او ترکیې ترمنځه اړیکې خرابې کړي خو تر کومه چې ملک سلمان، زه او ولسمشر اروغان شتون ولري بریالي به نشي. زمونږ ترمنځه به د اړیکو په خرابولو کامیابه نشي.
ولیعهد شهزاده محمد د قاشقچي د جنایت نه د یوې دردونکې پیښې په توګه یادونه وکړه او وویل چې ددې جنایت د ټولو جزیاتو د راسپړولو په خاطر د ترکیې سره په ګډه کار کوو.
هغه وویل چې پوره باور لري چې عدالت به خامخا تامین شي.
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان منتقد او مخالف ژورنالست جمال قاشقچي د اکتوبر په دویمه نیټه د رسمي کارونو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته تري تم شو.
د سعودي عربستان حکومت سره ددې چې په لومړنیو ورځو کې د قاشقچي د وژل کیدو په اړه ادعاګانې ردولې خو د پیښې نه ۱۸ ورځې وروسته د هغه په وژل کیدو اعتراف وکړ.
سعودي عربستان وویل چې قاشقچي په قونسلګرۍ کې د فزیکي شخړې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.