اروپا د اخوان المسلمین ۷۵ تنو غړیو د اعدام د سزا په اړه سخت غبرګون وښود

اروپايي ټولنې ویلي دي چې  د نوموړو کسانو  د عادلې محاکمې د بهیر په اړه  ډیر زیات شک او شبهې شتون لري.

1047850
اروپا د اخوان المسلمین ۷۵ تنو غړیو د اعدام د سزا په اړه سخت غبرګون وښود

اروپايي ټولنې  په مصر کې  د اخوان المسلمین سازمان ۷۵ تنو غړیو ته د اعدام  د سزا  د ورکولو  اړوند سخت غبرګون ښودلی دی. اروپايي ټولنې ویلي دي چې  د نوموړو کسانو  د عادلې محاکمې د بهیر په اړه  ډیر زیات شک او شبهې شتون لري.

د اروپا د کمیسیون ویاند  د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  اروپا په هر ډول شرایطو کې  د اعدام د سزا سره مخالفت کوي.

په بیان کې راغلي دي چې په ځانګړې توګه  د داسې  یوې دعوا  په اړه چې  د عدالت او حق او حقوقو په اړه يي  شک او شبهې  شتون ولري  . په بیان کې راغلي دي چې د اخوان المسلمین د نوموړو ۷۵ تنو  چې په اعدام محکوم شوي دي  د محاکمې د بهیر په اړه  شک او شبهې شتون لري.

په بیان کې راغلي دي چې  په یو هیواد کې  دوامداره استقرار  او امنیت یواځې او یواځې  بشري حقونو اساسي ازادیو ته  د درناوي سره  ممکن دی.

د یادولو وړ ده چې په مصر کې  یوې محکمې  د سپټمبر په ۸ مه نیټه  د رابعه د میدان د خالي کولو  د پیښو په دعوا کې  د اخوان المسلمین د ډلې  د مشر محمد بیلتاجي  په ګډون  ۷۵ تنه  د اعدام په سزا محکوم کړل.

محکمې ویلي وو چې محکوم شوي کسان کولای شي چې تمیز طلبه شي.

یادولو وړ ده چې په مصر کې  په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي  د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه نیټه  کودتا وشوه او هغه له واکه لرې او زنداني کړی شو. همداشان د نوموړې کودتا پر خلاف پراخه  مظاهرې پیل شوې چې د اګست تر ۱۴ مې نیټې دوام وکړ.

د مصر امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۴ مه نيټه  د رابعه په میدان کې په سوله ایزو مظاهره کوونکو  په ډیرې بې رحمۍ سره  خونړۍ مداخله پيل کړه چې د رسمي شمیرو له مخې  پدې پيښه کې  د ۸ تنو پولیسو په ګډون  ۶۳۲ تنو  ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان د مصر امنیتي ځواکونو  د اخوان المسلمین  د مشرانو په ګډون په سلګونو تنه  ونیول.



اړوند خبرونه