د سعودي عربستان ملي لوبډلې ګول د مصري سپورتي تحلیلګر ژوند واخیست.
د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو په ترڅ کې د سعودي عربستان ملي لوبډلې ګول د مصري سپورتي تحلیلګر ژوند واخیست.
د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو په ترڅ کې د سعودي عربستان ملي لوبډلې ګول د مصري سپورتي تحلیلګر ژوند واخیست.
د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو په ترڅ کې د سعودي عربستان ملي لوبډلې د مصر د لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووته.
مصري سپورتي تحلیل ګر محمد عبدالرحمان د سعودي عربستان د ملي لوبډلې لخوا د سیالۍ په وروستیو دقیقو کې د مصر لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره قبلي سکته وکړه او ژوند يي د لاسه ورکړ.
د مصر د دولتي تلویزیون د خصوصي کانالونو د څانګې ریئس اسامه بهنسي خبري غونډې ته وویل چې « د سپورت تحلیلګر محمد عبدالرحمان د النیل د تلویزیون لپاره د فوټبال د نړۍوال جام په سیالیو کې د سعودي عربستان او مصر ترمنځه د سیالۍ په اړه تحلیل او ارزونې ته تیاري نیوله چې د سعودي عربستان د لوبډلې لخوا په وروستیو دقیقو کې د مصر لوبډلې ته ګول ورکړ شو. د نوموړي ګول له امله محمد عبدالرحمان قلبي سکته وکړه او ژوند يي د لاسه ورکړ. »
د بله پلوه خبري رسنیو ویلي دي چې مصري سپورت مبصر محمد عبدالرحمان د سعودي عربستان د لوبډلې لخوا مصر لوبډلې ته د سیالۍ په وروستیو دقیقو کې د دویم ګول په ورکولو سره قلبي سکته وکړه او سمدلاسه روغتون ته واستول شو. هغه په روغتون کې ساه ورکړه.