ملګروملتونو د اسراییلو پر خلاف او د فلسطین په ملاتړ یوه ډیره مهه پریکړه وکړه.
د ملګروملتونو د سازمان عمومي اجلاس د فلسطین د خلکو د امنیت د ساتلو په خاطر وړاندې شوې طرحه د رایو په اکثریت سره ومنله.
ملګروملتونو د اسراییلو پر خلاف او د فلسطین په ملاتړ یوه ډیره مهه پریکړه وکړه.
د ملګروملتونو د سازمان عمومي اجلاس د فلسطین د خلکو د امنیت د ساتلو په خاطر وړاندې شوې طرحه د رایو په اکثریت سره ومنله. پدې طرحه کې په غزه کې د اسراییلو ضد انساني کړنې او بې ګناه فلسطینیانو وژنې غندل شوي دي.
د ترکیې د ډیرو زیاتو هلو ځلو او الجزایر په مرسته د اسراییلو ضد او فلسطین د خلکو نه د ملاتړ طرحه د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته وړاندې کړه.
ترکیې دا طرحه لومړی د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړې وه. ترکیې پدې طرحه کې د فلسطین د خلکو د امنیت د ساتلو په خاطر غزې ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې وه چې دا طرخه د امنیت شورا لخوا ویتو شوې وه.
د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې په هغه طرحې چې د فلسطین د خلکو لپاره پکې د امنیت غوښتنه شوې وه او د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا ویتو شوې وه غور وکړ.
په طرحې د غور نه وروسته رای اچونه وشوه. دا طرحه د ۸ مخالفو او ۴۵ ممتنع رایو په مقابل کې د ۱۲۰ رایو سره ومنل شوه.
د طرحې سره امریکا، اسراییلو، استرالیا، مارشال ټاپوګانو، توګو، سولومون ټاپوګانو او میکرونیزیا په څیر دولتونو مخالفت وکړ.
همداشان د ملګروملتونو عمومي اجلاس د امریکا لخوا پدې طرحه کې د حماس د ډلې لپاره د غندنې وړاندیز هم رد شو.
پدې طرحه کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي سرمنشي نه د ۶۰ ورځو په دننه کې د ملکی فلسطینیانو د امنیت په اړه د نیول شوو تدابیرو په اړه د یو هړاړخیز راپور غوښتنه شوې ده . په طرحه کې د اسراییلو نه د بې ګناه فلسطینیانو پر خلاف د حد نه د تیر ظلم او شدت د درولو او په غزې د لګولې محاصرې د پایته رسولو غوښتنه شوې ده .
په طرحه کې په ټینګار ویل شوي دي چې اسراییلو د مارچ د ۳۰ مې نیټې نه راپدیخوا په رامنځته شوو پیښو د ملکي وګړو سربیرو په ماشومانو، روغتیايي پرسونل او خبریالانو هم بریدونه کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اجلاس پریکړې سره ددې چې اجراییوي صلاحیت نلري خو په عمومي ډول د هیوادونو او ملګروملتونو سازمان د نظریاتو د بیان په برخه کې مهم رول لري.
د بله پلوه د بشري حقونو سازمان د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د اسراییلو پر خلاف پدې طرحې د غور کولو نه مخکې اسراییلو ته سخت خبرداری ورکړ.
یاد شوي سازمان ویلي دي چې د اسراییلو لخوا په غزه کې ترسره شوي وژنې او تاریخوالی کیدای شي چې په جنګي جرایمو کې وشمیرل شي.