پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وشو.
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید کړی دی.
پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وشو.
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید کړی دی.
د سعودي عربستان دولتي تلویزیون د خبر له مخې حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په سویل کې د جازان په ښار د بالستیک توغندي برید کړی وو چې په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوی دی.
د بله پلوه د حوثي یاغیانو اړوند د المسیره تلویزیون ویلي دي چې د سعودي عربستان د جازان په ښار د الفیصل په پوځي هډې د بدر یو بالستیک توغندي سره برید کړی دی.
د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیانو د روژې په مبارکه میاشت کې دا لسم ځل دی چې په سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په جازان ښار پر لورې توغول شوی بالستیک توغندی د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوی دی.
پدې پیښه کې چاته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.