په بغداد کې چاودنې قتل عام رامنځته کړ
د عراق په پلازمینه بغداد کې په څو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او تر ۹۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د عراق په پلازمینه بغداد کې په څو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او تر ۹۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د عراق د کورنیو چارو د وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې چاودنه د یو جومات لاندې شوې وه. په بیان کې راغلي دي چې لومړی ګمان کیده چې دا یو ترهګریز برید وي خو د تحقیقاتو په پایله کې معلومه شوه چې دا پیښه د ترهګرۍ سره تړاو نلري بلکې په یو موټر کې د وسلو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .
په بیان کې راغلي دي چې په بغداد کې د یو جومات زیرزمیني چې د وسلو د ډیپو په توګه کارول کیده د ډيپو نه موټر ته د وسلو د انتقال پر مهال چاودنه رامنځته شوې ده.
د سیمې خلکو جومات د زیرزمیني نه د وسلو د ډیپو په توګه د کار اخیستو پر خلاف مظاهره وکړه او مسئولینو ته د قانوني سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.