سعودي عربستان غواړي سوریې ته سرتیري واستوي.
دا خبره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر کړې ده.
سعودي عربستان غواړي سوریې ته سرتیري واستوي.
دا خبره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر کړې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر الجبیر وویل چې د غوښتنې او بلنې په صورت کې د قوي ایتلاف په چوکاټ کې سوریې ته د وسله والو ځواکونو استولو ته چمتو دي.
هغه دا څرګندونې په پلازمینه ریاض کې د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر جوړ شوي د اسلامي پوځ د ایتلاف سره سوریې ته د سرتیرو په استولو د خبرو په حال کې یو.
د بله پلوه د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې لیکلی دي د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي چې په سوریه کې د هغو سیمو نه چې امریکايي ځواکونه وباسي پر ځای د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو او قطر ځواکونه ځای په ځای کړي. پدې اړه د یادو شووهیوادونو سره د تماس په حال کې دي.
د یادولو وړ ده چې امریکا، انګلستان او فرانسې لخوا د اپریل په ۱۴ مه نیټه د خالي پر ورځ په سوریه کې د اسد په رژیم د هوايي او توغندیز بریدونو نه یوه ورځ وروسته عربي ټولنې غونډه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پدې غونډه کې عربي ټولنې د اسد د رژیم لخوا د کیمیايي وسلو برید وغنده.
خو د سرمشریزې په پریکړه لیک کې پرته ددې چې د سوریې د رژیم نوم ذکر شي په سوریه کې د کیمیايي وسلو د کارونې په اړه د نړۍوالو تحقیقاتو غوښتنه شوې وه.
د یادولو وړ ده چې د اسد رژیم د اپریل د میاشتې په ۷ مه نيټه د پلازمینې دمشق ته نږدې د ختیځې غوطه اړوند د دوما په سیمه کې په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو برید وکړ چې په پایله کې نږدې سل تنه مړه او په سلګونو تنه نور اغیزمن شول.
ددې برید نه وروسته د ملګروملتونو اړوند د کیمیايي وسلو د منع د سازمان یو هیت د مسلې د څیړلو په خاطر سوریې ته سفر وکړ.