په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو.
حوثي یاغیانو د یمن نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.
په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو.
حوثي یاغیانو د یمن نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.
د سعودي عربستان د الاخباریه تلویزیون د خبر له مخې د یمن نه د سعودي عربستان د جازان په ښار کې ترسره شوی د بالستیک توغندي برید په هوا کې شنډ کړی شو.
په خبر کې راغلي دي چې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم د جازان د ښار په هوا کې د بالستیک توغندی شنډ او له منځه یوړ.
د بله پلوه د حوثي یاغیانو پلوي د المصیره تلویزیون بیا نوموړی توغندی د جازان د ښار د برښنا په عمومي استیشن د لګیدو ادعا کړې ده .
د ویلو ده چې دا د پنځو ورځو په دننه کې شپږم بالستیک توغندی چې د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان توغول کیږي.
حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن په مشروع حکومت کودتا وکړه او د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې .
د یمن ولسمشر بیا د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې په خاطر د سعودي عربستان نه د مرستې غوښتنه وکړه. سعودي عربستان د یمن د غوښتنې او بلنې په اساس د ۲۰۱۵ د مارچ په میاشت کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه پیل کړه. د همدې امله حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د توغندیو بریدونه کوي.