د عراق په شمال کې د صلاح الدین  په ښار کې د  جنازې په مراسمو   کې چاودنه وشوه.

داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د جنازې په مراسمو بمي برید وکړ

950332
د عراق په شمال کې د صلاح الدین  په ښار کې د  جنازې په مراسمو   کې چاودنه وشوه.

 د عراق په شمال کې د صلاح الدین  په ښار کې د  جنازې په مراسمو   کې چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د عراق د صلاح الدین ښار اړوند  شارکت قضاسه  په سیمه کې  په هدیره کې د جنازې د مراسمو پر مهال  چاودنه وشوه.

د یادې شوي سیمې  ولسوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې پیښه کې  لږ تر لږه  لس تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسوال ویلي دي چې برید  د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی. د ولسوال په وینا  داعشي ترهګرو  تیره ورځ  د شارکت قضاسه په ولسوالۍ کې په کلو بریدونه وکړل چې  د ملکي وګړو لخوا  په شا وتنبول شول.

پدې نښتو کې  ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یادولو وړ ده  چې  د عراق  لومړي وزیر حیدر العبادي  د تیر میلادي کال  د دسمبر په ۱۸ مه نیټه  په  عراق کې په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو نه خبر ورکړی وو خو  داعش ترهګرې ډلې  پدې وروستیو کې  یو ځل بیا  د عراق په شمال کې  په فعالیت پیل کړی دی.



اړوند خبرونه