پر آذان باندې د بنديز طرحه بيا را برسېره شوه!
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو پرېكړه كړې ده چې په مسجدونو كې پر آذان باندې د بنديز د لګولو طرحه يو ځل بيا پارلمان ته وړاندې كړي.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو پرېكړه كړې ده چې په مسجدونو كې پر آذان باندې د بنديز د لګولو طرحه يو ځل بيا پارلمان ته وړاندې كړي.
دا طرحه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۷م كال د مارچ په مياشت كې د اسراييلو د پارلمان لخوا تصويب شوې وه چې دا دى اوس بيا د نهايي رايې اچونې لپاره پارلمان ته وړاندې كيږي.
پداسې حال كې چې د اسراييلو پر لومړي وزير باندې د اداري فساد او رشوت تورونه د بل هر وخت په پرتله ډېر شوي دي، اوس غواړي چې د عامه اذهانو پاملرنه بلې لور ته جلب كړي.
د سهار د لمانځه پر مهال په لاډسپيكر كې پر آذان باندې د بنديز طرحه د بيت المقدس په ګډون د اسراييلو په نورو ښارونو كې عملي كيږي.
د اسراييلو د دولتي راډيو د معلوماتو له مخې د نتانياهو حكومت اړوندو چارواكو ته هدايت وركړى دى چې دا طرحه پارلمان ته د نهايي رايې اچونې لپاره ولېږي.
كه چېرې پارلمان دا ځل هم دا طرحه تصويب كړي نو د سهار د لمانځه پر مهال به د لاډسپيكر له لارې پر آذانونو باندې بنديز ولګول شي.