د اسراييلو ۱۰ كلن راز بلاخره افشا شو!

د اسراييلو رسمي مقاماتو د لومړي ځل لپاره اعتراف وكړ چې په ۲۰۰۷م كال كې يې د سوريې پر يو څېړنيز مركز باندې هوايي بمباري كړې ده.

934591
د اسراييلو ۱۰ كلن راز بلاخره افشا شو!

 

د اسراييلو رسمي مقاماتو د لومړي ځل لپاره اعتراف وكړ چې په ۲۰۰۷م كال كې يې د سوريې پر يو څېړنيز مركز باندې هوايي بمباري كړې ده.

د اسراييلو د اوردو لخوا د ۲۰۱۷م كال د سپتمبر د مياشتې په ۶مه نېټه په  سوريه كې پر يو تحقيقاتي مركز باندې د هوايي بريد په اړه رسمي اسناد افشا كړل.

په څرګندونو كې راغلي دي چې دا بريد د دير الزور په سيمه كې چې د پلازمېنې دمشق په ۴۵۰ كيلومترۍ كې پرته ده، پر يو څېړنيز مركز باندې د ۸ اېف – ۱۵ ډوله جنګي جټ الوتكو په واسطه ترسره شوى دى.

د معلوماتو له مخې پدې مركز كې د اتومي وسلې د توليد په موخه د پلاتينيوم د مادې د غني كولو لپاره يوه بټۍ جوړه شوې وه چې فعاليت ته تياره وه. د اسراييلو استخباراتو پدې بټۍ كې د بهرنيانو نه معلومات تر لاسه كړي دي. د معلوماتو له مخې د شمالي كوريا هېواد پدې برخه كې له سوريې سره مرسته كوله.

د اسراييلو د وسله وال پوځ لوى درستيز ډګر جنرال ګادي ايسنكوټ څرګنده كړه چې داسې هېڅ يو ګواښ ته به اجازه ورنكړي چې د اسراييلو وجودي فلسفې ته خطر رامنځته كوي.

په ۲۰۰۷م كال كې ددې بريد له امله په لوېديځ كې پراخه غبرګونونه راپارېدلي وو خو اسراييلي مقاماتو ته د څرګندونو اجازه نه وه وركړل شوې.



اړوند خبرونه