د تركيې نړيوال ليدلورى

د نوي ميلادي كال په لومړنۍ اونۍ كې دا دى د يوې نوې لړۍ سره ستاسې په خدمت كې يو. پدې ډول به دا اوږده لار په ګډه ووهو. په اصل كې ليكل هغه ګډ سفر دى چې د ليكونكي او لوستونكي لخوا په ګډه ترسره كيږي.

881198
د تركيې نړيوال ليدلورى

پروفيسور دوكتور قدرت بلبل*

د نوي ميلادي كال په لومړنۍ اونۍ كې دا دى د يوې نوې لړۍ سره ستاسې په خدمت كې يو. پدې ډول به دا اوږده لار په ګډه ووهو. په اصل كې ليكل هغه ګډ سفر دى چې د ليكونكي او لوستونكي لخوا په ګډه ترسره كيږي. د مسافرۍ ملګرتيا بيا متقابل احترام، مينې او باور ته اړتيا لري.

ليكل يو جسورانه عمل دى. د ليكنې له لارې تاسې كولاى شئ چې خپل افكار نورو ته انتقال كړي.  ليكل په عين حال كې كشفول هم دي. د كلونو كلونو راټول شوي معلومات د خپل لوستونكي سره شريكول بېل خوند لري.

پدې ډول د روانې خپرونې په ترڅ كې به د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل نظريات تاسې سره شريك كړو. ښاغلى بلبل به هره اونۍ په همدې ورځ د نړۍ د بېلابېلو سياسي مسايلو په اړه د تركيې له ليدلوري بحث وكړي.

پدې يو كلن بهير كې به د لوستونكو سره په ګده د سيمې او نړۍ يو زيات شمېر هېوادونو ته سفر وكړو. د بالكان له سيمې نيولې، د منځني ختيځ، قفقاز او افريقا پورې زموږ د معنوي جغرافيې هېوادونه ددې پروګرام يوه برخه ده. سربېره پر دې د فلسطين، كريميې، اهېسكا، مورو او روهينګيا په څېر د نړۍ د مظلومې جغرافيې د خلكو د حالاتو په اړه به خبرې وكړو. ددې ترڅنګ به په لوېديځ كې د هغه كډوال ځوان آواز ته غوږ ونيسو چې په لوېديځ كلتور كې د محوه كېدلو د خطر سره مخامخ دى او غواړي چې خپله لار په خپله ومومي.  خلاصه د دين، ژبې او توكم په نظر كې نيولو پرته د ځمكې پر سر د ټولو انسانانو غږونه به د نړۍ د وجدان لرونكو خلكو تر غوږونو ورسوو. پدې پروګرام كې به د تركيې د ستونزو پر ځاى د نړۍ د ستونزو په اړه خبرې وكړو.  د تركيې د كورنۍ سياسي اجندا سره له حده زيات مشغوليت به ددې سبب شي چې د نړۍ له ستونزو بې خبره پاتې شو.

همداراز پدې به هم پوه نشو چې د نورې نړۍ په پرتله تركيې څومره پرمختګ كړى دى. ددې لپاره زموږ په معنوي جغرافيه كې د تركيې او تركانو پر وړاندې د خلكو امېدونه او نېك نيت به ددې پروګرام په مركز كې ځاى ولري.

اوس پوښتنه دلته ده چې موږ به له كومي مركزي نقطې نړۍ ته نظر اچوو؟ نننۍ نړۍ د ۳ مهمو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. بې عدالتي، بخيلي او د بېلابېلو كلتورونو ترمېنځ د ګډ ژوند نشتوالى ددې نړۍ د خلكو اساسي ستونزې دي. د بشريت ټول دردونه او ستونزې د همدې درېو اساساتو تر عنوان لاندې راټولېدلى شي. بله مهمه پوښتنه بيا دا ده چې په تېر تاريخ كې آيا داسې كومه نمونه شته دى چې د بشريت د پورتنيو ستونزو د آواري په برخه كې اغېزمنه واقع شوې وي؟ آيا د خوشبينۍ داسې كومه عنعنه شته دى چې د انسانانو ترمېنځ د رنګ، ژبې او يا دين د بېلوالي د په نظر كې نيولو پرته لكه د تركي صوفي شاعر يونس عمرو په څېر د مخلوق سره يواځې د د هغه د خالق سره د مينې له امله مينه ولري؟ كه چېرې په تېر تاريخ كې ددې ډول سپېڅلي كلتور بېلګې ولرو نو دا به د نړۍ د پېښو د تحليل پر مهال زموږ د مركزي نقطې په تعين كې راسره مرسته وكړي.

د عدالت، وېش او كثرتګرايۍ په څېر د خصوصيتونو بېلګې د لوېديځ په مدنيت كې د موندلو وړ نه دي. پدې برخه كې زموږ خپل مدنيت به راته لارښونه وكړي. له خراسانه نيولې د بالكان تر سيمې پورې زموږ د ۱۰۰۰ كلن سفر به بهير كې داسې تجارب لرو چې كولاى شي د څراغ په څېر زموږ لار راته روښانه كړي.

په همدې اساس شاوخوا ۱۰۰ كاله وړاندې د استانبول ښار د نړۍ تر ټولو كثير المليتي او كلتوري ښار و. پدې ښار كې د نړۍ  د بېلابېلو كلتورنو، دينونو، ژبو او توكمونو خلك په سوله ايزه فضا كې اوسېدل.  د عثماني امپراتورۍ د مشروطيت پر مهال پلازمينه استانبول د روڼ آندو د فكري غنا له پلوه په نړۍ كې بې سارى و. پدې موده كې استانبول د مسلمانانو تركانو، كردانو، عربانو، البانيايانو او بوسنيانو د ټاټوبي سربېره د غير مسلمانانو عيسويانو، يهودانو، ارمنيانو او روميانو پلازمېنه هم وه. هرې يوې ډلې خپل ځانګړى كلتور درلود او هرې يوې ډلې كوښښ كولو چې خپل كلتور ژوندى وساتي.  د همدې امله د استانبول تاريخي اهميت پدې دلالت كوي چې د نړۍ د اوسنيو ستونزو د آواري په موخه دا ښار مركزي رول لوبولى شي.

په ۲۰مه پېړۍ كې زموږ د هېواد روڼ آندي تر ډېره بريده د لوېديځ مدنيت تر اغېزې لاندې راغلل. د ۲۰مې پېړۍ د پاى په كلونو كې يې بيا د مصر، ايران او پاكستان په څېر د هېوادونو د روڼ اندو آثار هم تعقيب كړي دي. پدې كې شك نشته دى چې د بېلابېلو كلتورونو په اړه مطالعه كول يوه مهمه لاسته راوړنه ده خو دا هم بايد له ياده ونه ويستل شي چې  تركي روڼ آندي د ختيځ او لوېديځ په اړه دومره مشغول پاتې شول چې د خپل مدنيت د زانګو استانبول د فكري غنا په اړه يې هېڅ هم ونه كړل.  د جمهوريت په موده كې پر استانبول باندې غوړول شوى شال له بده مرغه اوس هم پرې همداسې خپور دى.

په نړۍ د داسې ښارونو شمېره به د ګوتو په شمېر وي چې په كې د بېلابېلو كلتوري هويتونو خاوند خلك په آزادانه توګه او د هېڅ ډول تبعيض پرته ژوند وكړي. استانبول د اوسنۍ نړۍ د ستونزو د آواري په موخه  د زړه حيثيت لري. اوس هم پرې خاورې پرتې دي خو كه چېرې دا خاورې ترې لرې شي نو زموږ تياره لار به راته لكه د شمعې په څېر روښانه كړي. استانبول د يو نامتو تاريخپوه ټواي بي په نظر كنګل شوى مدنيت دى.

كه چېرې دا كنګل ويلي شي نو د ختيځ او لوېديځ ترمېنځ د يو پله په حيث به دنده اجرا كړي.  له همدې پله  نه د ګټې پورته كولو سره راځئ چې نړۍ ته سفر وكړو. تر دې وروسته به پدې خپرونه كې د همدې مركز نه نيولې نړۍ ته نظر واچوو.

*پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس.



اړوند خبرونه