قرضاوي ته اعدام!
په مصر كې يوې نظامي محكمې د نامتو مسلمان عالم محمد يوسف القرضاوي په ګډون يو شمېر نورو كسانو ته د اعدام سزا واوروله.
880452
د مصر نظامي محكمې د نړۍ د مسلمانو علماو د شورا مشر او نامتو ديني عالم محمد يوسف القرضاوي په ګډون ۸ تنو ته نو د اعدام سزا واوروله.
د محكمې د پرېكړې له مخې دا كسان د اخوان المسلمين د ډلې غړيتوب لري او په ۲۰۱۵م كال كې د يو لوړپوړي امنيتي چارواكي په وژلو كې لاس لري.
قرضاوي چې اوسمهال په قطر كې اوسيږي تر اوسه پورې يې پدې اړه څه نه دي ويلي.