نتنیاهو د اروپا نه ناهیلې او خفه ستون شو
د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو چې د ډیرو زیاتو هیلوسره اروپا ته راغلی وو ناهیلی او خفه ستون شو.
د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو چې د ډیرو زیاتو هیلوسره اروپا ته راغلی وو ناهیلی او خفه ستون شو.
د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون ریس جین کلود او بهرنیو چارو وزیرانو سره د لیدنې په خاطر بروکسل ته راغلی وو په بروکسل کې ترینه د ښه هر کلي نه ترسره کیدو او کافي ملاتړ نه ترلاسه کولو له امله د اروپايي ټولنې د کمیسیون د ریس سره لیدنه لغوه کړه او بیرته هیواد ته ستون شو.
د یادولو وړ ده چې د اسراییلو نه اروپا د ۲۲ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په کچه سفر ترسره شو. نتنیاهو د اروپا دې سفر ته ډیر هیله من وو خو هیلې په سمندر ډوبې شوې.
په اروپا کې د نتنیاهو نه د پروتوکول پر خلاف د اروپا د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو د عالي استازې فدریکا لخوا هر کلی وشو.
نتنیاهو د فدریکا او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د لیدنې نه مخکې خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه خبریالانو ته وویل چې پوره باور لري چې اروپايي ټولنې غړي هیوادونه به هم د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړې ته درناوی وکړي او خپل سفارتخانې به بیت المقدس ته انتقال کړي.
د بله پلوه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو استازې بیا د نتنیاهو سره د لیدنې نه وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
هغې خبریالانو ته وویل چې کیدای شي چې نور هیوادونه د نتنیاهو غوښتنه ومني خو د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه به پدې برخه کې هیڅډول ګام اوچت نکړي.
هغې وویل چې د اروپايی ټولنې د ۲۸ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نتنیاهو ته په ډاګه او ښکاره وویل چې خپل سفارخانې به د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال نکړي. اروپايي ټولنې یو ځل بیا د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د روانې ستونزې په حل د دوو دولتونو په حل لارې ټینګار وویل او وویل چې پدې برخه کې به هله ګام اوچت کړي چې بیت المقدس د دواړو دولتونو د پلازمینې په توګه اعلان شي.
د اروپايي ټولنې سرچینو ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیرانو د نتنیاهو سره په لیدنه کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ په پریکړه سخته نیوکه کړې او ویلي دي چې اروپا ددې خطا مرتکبه نشي.
د اسراییلو لومړي وزیر چې د اروپايي ټولنې په اړه هیلې او خیالونه په سمندر کې لاهو د اروپا د کمیسیون د ریس سره لیدنه لغوه کړه او د بروکسل نه جلا شو.
اسراییلو د نوموړې لیدنې د لغوه کولو لامل نده په ډاګه کړی خو اروپا ویلي دي چې اسراییلي هیت د هوا د خرابوالي له امله دا لیدنه لغوه کړې ده .
اروپآيي ټولنې سرچینو ویلي دي چې نتنیاهو د اروپا د تند چلند دیته د اهمیت د نه ورکولو له امله پرې سړې اوبه واوښتې او خپلې لیدنې لغوه کړې او هیواد ته ستون شو.