عربي ټولنه د ايران پر وړاندې!
د عربي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ايران پر وړاندې د يووالي په موخه د مصر په پلازمېنه قاهره كې غونډه وكړه.
851371
دا غونډه چې د سعودي عربستان د غوښتنې په پر اساس ترسره شوه غړو هېوادونو د ايران لخوا په سيمه كې د مداخلې په اړه بحث وكړ.
ددې ټولنې سرمنشي احمد ابو غيث د وينا پر مهال وويل چې ايران په يمن كې حوثي جنګياليو ته باليستيكي توغندي وركوي. د نوموړي په وينا په سيمه كې د تهران د مداخلې د مخنيوي په موخ بايد عربانو ترمېنځ ګډ دريځ رامنځته شي.
ابو غيث زياته كړه چې په يمن كې د نښتو د پيل راهيسې د حوثي جنګيالو لخوا د باليستيكي توغنديو ۳۳۲ بريدونه شوي دي چې دا ټول توغندي د ايران لخوا دوى ته وركړل شوي دي. سربېره پر دې ايران په يو زيات شمېر عربي هېوادونو كې د ملېشو نه ملاتړ كوي.