سعودي عربستان  ویلي غواړي چې  د منځلارې  اسلام ته وګرځي.

د سعودي عربستان ولیهد شهزاده ډیرې مهمې څرګندونې وکړې

833678
سعودي عربستان  ویلي غواړي چې  د منځلارې  اسلام ته وګرځي.

سعودي عربستان  ویلي غواړي چې  د منځلارې  اسلام ته وګرځي.

د سعودي عربستان  مقتدر ولیهد شهزاده محمد بن سلمان وویل غواړي چې  منځلاري اسلام ته  بیرته وګرځي.

محمد بن سلمان وویل چې په سعودي عربستان کې به تندلاري  له منځه یوسي  او هیواد به  بیرته  منځلاري  اسلام ته  وګرځوي.

هغه  دا څرګندونې په پلازمینه  ریاض کې  د پانګه والۍ  د ټولنې لخوا د ۶۰ هیوادونو نه د ۲۵۰۰ تنو پانګه والو په ګډون  د راتلوونکي پانګه والۍ د تشبص  په نامه  په جوړه کړې غونډه کې وکړې.

هغه  دې غونډې ته په وینا کې وویل چې « په سعودي عربستان کې به تندلاري  او تندلارې مفکورې  له منځه یوسو  او هیواد به منځلاري  اسلام ته وګرځو. هغه وویل غواړو  چې  د ۱۹۷۹ کال نه مخکې  منځلاره اسلام  او نورماله  ژوند ته  مخه وکړو.»

هغه د اصلاحاتو په برخه کې د خپل پروګرام  کې  دفاع وکړه او وویل چې « مونږ  په تیرو کې  د نن په څیر نه وو. مونږ غواړو  هغه  څه ته وګرځو  چې پخوا وو. غواړو چې د نورې نړۍ سره په ګډه ژوند وکړو  او نړۍوال پرمختګ سره  مرسته وکړو.»

د سعودي عربستان ولیهد شهزاده پدې وروستیو کې په هیواد کې  د پام وړ اصلاحات رامنځته کړل چې ددوې له جمع نه  ښځو ته  د موټر د چلولو  د اجازې ورکولو نه  یادونه کولی شو.

 

 

 



اړوند خبرونه