د عراق په شمال کې کوردانو فدرالي ادارې د خپلواکۍ په خاطر ترسره کړې نامشروع ټولپوښتنې پایلې وځنډولې

د کوردانو فدرالي ادارې د اوربند غوښتنه وکړه

833589
د عراق په شمال کې کوردانو فدرالي ادارې د خپلواکۍ په خاطر ترسره کړې نامشروع ټولپوښتنې پایلې وځنډولې

د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي  ادارې  د خپلواکۍ په خاطر د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه  د ترسره کړې نامشروع ټولپوښتنې  پایلې  وځنډولې.

د کوردانو فدرالي  ادارې  دا پریکړه  د عراق د مرکزي  حکومت  سره  د اوربند  او مذاکراتو د پيلولو په خاطر  کړې ده .

د ویلو ده چې  د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې  د سپټمبر په ۲۵ مه نيټه  د خپلواکۍ په خاطر  د عراق د مرکزي حکومت، ترکیې امریکا  او ټولې نړۍ  د ټولو مخالفتونو  سره سره ټولپوښتنه  ترسره کړه.

دې ټولپوښتنې  د عراق د مرکزي حکومت  سخت غبرګون وپارو. د عراق مرکزي حکومت  د کوردانو د فدرالي ادارې نه  د ټولپوښتنې د لغوه کولو  غوښتنه وکړه خو  هغوې  دا غوښتنه رد کړه.

د عراق په شمال کې د کوردانو ادارې  کرکوک  ښار او ځینې نورې سیمې هم  پدې ټولپوښتنه کې  شاملې کړې او د خپل کنټرول لاندې نیولې وې.

د عراق مرکزي حکومت  وسله والو ځواکونو  د کرکوک ښار د نیولو په خاطر  پوځي عملیات پیل کړل چې د ۲۴ ساعتونو په دننه کې  د کرکوک  ډیری  سیمې  ونیولې  او کوردي ځواکونه يي وشړل. همداشان  عراقي ځواکونو  د کرکوک ښار سربیره  د موصل ښار اړوند  یو زیات شمیر سیمې ، سینجار  او تیلو کوهیان او تصفیې مرکزونه  ونیول.

دې مسلې د کوردانو په فدرالي اداره کې هم  خپلمنځۍ  ستونزې  پیدا کړې. د کوردانو په فدرالي  اداره کې  مخالفو ګوندونو  په مسعود برزاني  نیوکې پيل کړې او د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

د مسعودي برزاني په مشرۍ  ادارې  د خپلواکۍ په خاطر ترسره کړې  ټولپوښتنې  پایلو د ځنډولو  او مرکزي حکومت سره د خبرو وړاندیز وکړ.

د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا پدې اړه په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي د سیمې او د عراق د خلکو او سیمې ګټو په نظر کې نیولو سره د ټولپوښتنې د پایلو د ځنډولو پریکړه شوې ده . همداشان  کوردانو  ددې په مقابل کې هر څه ژر  د فدرالي ادارې تر کنټرول لانډې په سیمو کې د روانو پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه