د عراق پوځ بالاخره د کوردي ځواکونو پر خلاف عملي ګام اوچت کړ.
عراقي ځواکونو په کرکوک کې ډير زیات پرمختګ کړی دی
د عراق پوځ بالاخره د کوردي ځواکونو پر خلاف عملي ګام اوچت کړ.
د تیرو څو ورځو راهیسې د عراق د پوځ لخوا د کرکوک په ښار کې د برید کولو اوازې خورې شوې وې خو د عراق پوځ نن پدې اړه عملي ګام اوچت کړ.
د عراق پوځ تیره شپه د کرکوک ښار د سویلي لورې نه ښار ته ننوتل او د پيشمرګه ځواکونو تر کنټرول لاندې ډیری سیمې او عسکري هډې ونیولې.
د عراق پوځ د کرکوک ښار هوايي ډګر، ټولې لویې لارې، د تیلو کوهیان او پوځي تاسیسات ونیول.
د عراق پوځ په ښار کې پرمختګ ته دوام ورکوي. ویل کیږي پیشمرګه ځواکونو پرته د مقامت نه په شا کیږي.
د عراق د پوځ ویلي دي چې تر اوسه پورې د ښار صنایعو پارکونه، هوايي ډګر، د تیلو ځیني کوهیان، د نفتو د تصفیې مرکز، عسکري هډې او ځینې نورې برخې نیولي دي.
همداشان د عراق د پوځ یو تن جنرال د رویټرز خبري ژانس ته ویلي دي چې دوی ښار ته د ننوتلو امر ندی اخیستی یواځې د ښار د امنیت د ټینګولو او مهمو عسکري نقطو د نیولو امر ورته شوی دی .
د بله پلوه ویل کیږي چې پیشمرګه ځواکونه د کرکوک ښار مرکزي سیمو ته په شا شوي دي. پيشمرګه ځواکونو دا ګام د عراق د مرکزي حکومت سره په تفاهم کې پورته کړی دی .
د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې بیا ویلي دي چې سیمې ته يي تازه دمې پيشمرګه ځواکونه استولي دي.
همداشان په کرکوک کې د پيشمرګه ځواکونو یو تن قومندان ویستا رسول خبري رسنیو ته ویلي دي چې « دوی د عراق د پوځ سره د ښکر په ښکر کیدو توان نلري چې د همدې امله په شا کیدو ته اړ شول. تیره شپه د عراق د پوځ ۳۵۰ ټانکونه ، د سلګونو زغروالو موټرو او درندو وسلو سره د څلورو خواوو نه زمونږ ځواکونه محاصره کړل او بریدونه يي پیل کړل. .»
عراقي ځواکونو ویلي وو چې ددوې اصلي هدف د ک یو هوايي هډې او د تیلو د کوهیانو نیول دي چې دا يي نیولي دي.