په سعودي عربستان کې د داعش ترهګرې دلې د ځانمرګیو بریدونو مخه ونیول شوه.
په سعودي کې د ځانمرګیو بریدونو مخه ونیول شوه
په سعودي عربستان کې د داعش ترهګرې دلې د ځانمرګیو بریدونو مخه ونیول شوه.
د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو په پلازمینه ریاض کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله. امنیتي ځواکونو په هغه کور چې داعش ترهګري پکې پټ شوي وو او په امنیتي ځواکونو يي د پراخه بریدونو او ځانمرګي برید پلان جوړ کړی وو چاپه واچوله.
د چاپې پر مهال د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه نښته وشوه چې دوو تنو ځانونه وچول. همداشان یو تن برید کوونکی د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د سعودي عربستان د خبري رسنیو د خبر له مخې امنیتي ځواکونو د ال رمل په سیمه کې هم د داعش ترهګرې ډلې د یوې پټې حجرې په اړه راپور ترلاسه کړ.
امنیتي ځواکونو پدې حجرې عملیات ترسره کړل چې په پایله دوو تنو ترهګرو ځانونه وچول او بل تن د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
همداشان پولیسو د ریاض ال غنامیه په سیمه کې هم په یو کور عملیات ترسره کړل چې له امله يي ۵ تنه ترهګر ژوندي ونیول.
همداشان پدې عملیاتو کې یو زیات شمیر وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.