په سوريه كې د روسيې ستره لاسته راوړنه
د روسيې هوايي ځواكونو په سوريه كې د هغه كسان د ويشتلو ادعا كړې ده چې امريكا يې پر سر ۱۰ ميليونه ډالره انعام ايښى و.
د روسي چارواكو د معلوماتو پر اساس په سوريه كې د النصره د جبهې مشر چې د القاعدې يوه څانګه بلل كيږي په هوايي بريد كې وژل شوى دى.
ابومحمد الجولاني د خپلو ۱۲ تنو قوماندانانو سره د روسيې په هوايي بريد كې وژل شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې په سيمه كې ځينو سرچينو د الجولاني مرګ رد كړى دى خو په بريد كې د سخت ټپي كېدلو خبر يې وكړى دى.
د روسيې د دفاع د وزارت وياند ايګو كوناشينكوف څرګنده كړه چې هوايي ځواكونو يې په سوريه كې د النصره د جبهې د مشرانو د يوې غونډې په اړه استخبارات ترلاسه كړل چې سمدستي يې د غونډې پر ځاى بمباري وكړه.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې الجولاني سخت ټپي شوى دى چې وروسته يې ساه كړې ده.
همداراز په هوايي بريد كې د غونډې شاوخوا ۵۰ تنه ساتونكي هم وژل شوي دي.
د امريكا متحدو ايالتونو د محمد الجولاني د نيولو يا وژلو پر سر ۱۰ ميليونه ډالره انعام ايښى و.
د النصره جبهه چې په اصل كې د القاعدې د ترهګرې ډلې يوه څانګه ده، څو ځله يې خپل نوم بدل كړ. وروستي نومونه يې تحريرالشام او فتح الشام دي.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.